د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورېس د امریکا د نیویارک ښار د مانهتن فدرالي محکمې ته د سختو امنیتي تدابیرو لاندې وړاندې شول.
د ای بي سي نیوز د راپور له مخې، د امریکا فدرالي څارنوالانو پر مادورو د نارکوتروریزم، د کوکایینو د قاچاق، فساد او له وسلهوالو ډلو سره د همکارۍ درانه تورونه لګولي دي.

څارنوالان وایي، مادورو د مخدره توکو د شبکو له لارې د امریکا پر ضد د دښمنانه کړنو ملاتړ کړی دی.
د راپور له مخې په محکمه کې مادورو او مېرمن یې ټول تورونه رد کړل او ځانونه یې بېګناه وبلل.
مادورو ادعا وکړه چې نیونه یې «غیرقانوني» ده او هغه لا هم د ونزوېلا مشروع ولسمشر دی.

د راپور له مخې، دواړه اوس مهال د نیویارک په بروکلین کې په فدرالي توقیف کې ساتل کېږي او تمه ده چې د قضیې اورېدنې په راتلونکو اونیو کې دوام ومومي.
دا قضیه د نړیوال سیاست او عدلي نظام له پلوه بېسارې بلل کېږي او د امریکا او ونزوېلا ترمنځ کړکېچ یې نوي پړاو ته رسولی دی.

