نیویارک ټایمز لیکلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پټه په منځني ختیځ کې خپل ځانګړي استازي سټیو ویتکاف ته دنده سپارلې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا چارې پر مخ یوسي.
نیویارک ټایمز د یو شمېر سرچینو له قوله ادعا کړې، چې ویتکاف روسیې ته تر سفر مخکې د ولادیمیر پوتین له نژدې متحدانو سره خبرې کړې دي.
نیویارک ټایمز ته سربېره پر دې، د امریکا د حکومت ځینو لوړپوړو چارواکو، چې نومونه یې نه دي افشا شوي، ویلي چې دوی د پوتین او ټرمپ د خبرو پخلی نهشي کولی.

