دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستاننیویارک ټایمز:د ایران شخړې د افغان کډوالو کار او زده‌کړو ته زیان...

نیویارک ټایمز:د ایران شخړې د افغان کډوالو کار او زده‌کړو ته زیان رسولی

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، چې د د کډوالۍ نړیوال سازمان پر شمېرو ولاړ دی، د مارچ میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې له ایران څخه تر ۷۰ زرو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

په همدې موده کې له ۲۲ زرو ډېر کسان له افغانستانه ایران ته تللي دي.

راپور زیاتوي چې په ایران کې روانو شخړو د افغان کډوالو د زده‌کړو او کار بهیر سخت اغېزمن کړی، او لسګونه کسان پکې ټپیان شوي هم دي.

یو شمېر هغه کډوال چې بېرته هېواد ته ستانه شوي، وایي د تهران په یوه د تېلو زېرمتون د هوايي بریدونو له امله له تنفسي ستونزو سره مخ شوي دي.

د اقتصادي برخې په اړه ویل شوي چې که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري بشپړه نه ده درېدلې، خو افغان موټرچلوونکي شکایت کوي چې هغه مالونه چې پخوا د ایران له بندرونو څخه افغانستان ته راتلل، اوس نه رارسېږي.

همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د صرافانو د اړیکو د پرې کېدو له امله، افغان کډوال نور نشي کولای خپلې کورنۍ ته پیسې ولېږي، چې دې چارې د کورنیو پر اقتصادي وضعیت جدي اغېز کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here