د نړۍوال بانک تازه راپور ښيي چې د افغانستان اقتصاد د پرلهپسې دویم کال لپاره د پرمختګ په لور روان دی.
راپور اټکل کوي چې د ۲۰۲۵م کال لپاره به د هېواد ناخالص کورني تولید (GDP) ۴.۳٪ ته ورسېږي، چې د ۲۰۲۴م کال د ۲.۵٪ ودې څخه لوړه ده.
نړیوال بانک ټینګار کړی چې د دې پرمختګ تر شا څو مهم عوامل د انفلاسیون ټیټه کچه، د شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوالو راستنېدل، او د خدماتو او صنعتي فعالیتونو پراختیا ده.
راپور زیاتوي چې د وچکالۍ سره سره، افغانستان په کرنه کې د اوبیزو غنمو د تر ټولو لوړو حاصلاتو شاهد دی، چې د کرنیز سکتور د ځواکمنتیا نښه ګڼل کېږي.
راپور کې ویل شوي چې د کانونو او ودانیزو چارو پراختیا هم د اقتصادي ودې په لا پیاوړتیا کې مهم رول لري.
راپور ټینګار کوي چې که دا مثبت ګامونه دوام ومومي، افغانستان کولی شي په اقتصادي وده کې نور هم پرمختګونه ترلاسه کړي.

