نټبلاکس وايي چې په ایران کې د څو ورځو انټرنېټ بندېدو وروسته د شنبې په ورځ لږ زیاتوالی لیدل شوی، خو ټولیز انټرنېټ لا هم یوازې شاوخوا ۲ سلنه عادي کچې ته رسېږي.
د راپور له مخې، د انټرنېټ د بشپړ بېرته وصل کېدو هېڅ نښه نه شته.
سره له دې چې رسمي رسنیو د «ملي انټرنېټ» د فعالېدو خبر ورکړی؛ خو بهرني سایټونه پرته له فیلټرماتوونکو نه خلاصیږي او ان داخلي ایراني سایټونه هم د محدودیتونو له امله نه پرانیستل کېږي.

