د هند حکومت د ۲۰۲۶ تر ۲۰۲۷ مالي کال په فدرالي بودجه کې د سیمې لپاره د مرستو تګلاره بدله کړې، چې له مخې یې بنګلهدېش ته مالي مرسته ۵۰ سلنه راکمه شوې او پر ځای یې افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته بودجه لوړه شوې ده.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، نوي ډیلي بنګلهدېش ته خپله مرسته له ۱۲۰ کروړه څخه ۶۰ کروړه روپیو ته راټیټه کړې ده.
دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې په ۲۰۲۴ کال کې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له واکه لېرې کېدو وروسته، د ډاکې سیاسي دریځونه بدل شول او د پاکستان سره یې اړیکې پراخې کړې.
برعکس، هند افغانستان ته د پرمختیايي همکاریو لپاره ۱۵۰ کروړه روپۍ ځانګړې کړې دي.
همداراز، نیپال ته ۸۰۰ کروړه، سریلانکا ته ۴۰۰ کروړه او منګولیا ته ۲۵ کروړه روپۍ په بودجه کې شاملې شوې دي.

