د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي اعلان کړی چې هند له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د هغه په وینا، د دې همکارۍ په چوکاټ کې به هند په افغانستان کې د سرطاني او تلسیمیا ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره یو عصري او سمبال روغتیایي مرکز جوړ کړي.
جلالي ویلي، یاد مرکز به د هغو ناروغیو په تشخیص او درملنه کې مهم رول ولري چې تر اوسه یې درملنه په هېواد کې له ستونزو سره مخ وه، او تمه ده چې د زرګونو ناروغانو روغتیایي اړتیاوې به پرې پوره شي.

