د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وایي، د صنعتي سیمو د قانون توشیح او له بهره راستنو شویو سوداګرو ته د اسانتیاوو مقرره د شیخ هبتالله له لوري تصویب شوې ده.
هغه وايي، تېر کال په هېواد کې ۲۷ سوداګریز نندارتونونه جوړ شوي او ۱۷ نړیوالو نندارتونونو کې یې کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
عزیزي زیاتوي چې اوس د افغانستان سوداګري له ۱۰۰ څخه زیاتو هېوادونو ته غځېدلې او د بېلابېلو هېوادونو سره یې ۱۶ اقتصادي هوکړې هم لاسلیک کړي دي.

