د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ماوي کانونو څخه څه باندې ۱۱ نیم سوه کیلو ګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، چې پکې کنزیت، بیروج، بلور او مارګنیټ شامل دي، د ازادې بولۍ له لارې وپلورل شوې.
د دې ډبرو د پلور قیمت ۱۱۳ میلیونه او ۵۶۹ زره افغانۍ ټاکل شوی، چې له دې څخه ۱۱ میلیونه او ۳۵۶ زره افغانۍ به د دولت خزانې ته ورسیږي.
په بولۍ کې ۸۵ سوداګرو ګډون کړی و.
چارواکي وايي چې د کانونو قانوني استخراج او شفاف پلور د عوایدو زیاتوالی او سیمهییزه اقتصادي پیاوړتیا تضمینوي.

