جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستاننورالدین عزیزي د ECO غونډه کې:افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ په پروژو...

نورالدین عزیزي د ECO غونډه کې:افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ په پروژو کې فعال ګډون ته چمتو دی

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، د ترکیې په استانبول کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د سوداګرۍ وزیرانو په پنځمه غونډه کې ګډون وکړ.

عزیزي په غونډه کې افغانستان د سیمې د ترانزیټي څلورلارې مهم هېواد بللی او ټینګار یې کړی چې هېواد یې چمتو دی په سوداګریزو او ترانزیټي پروژو کې فعاله ونډه واخلي.

هغه د ایکو سازمان ته بلنه ورکړې چې راتلونکې غونډه په کابل کې ترسره شي، او غونډه کې د غړو هېوادونو ملاتړ ترلاسه شو ترڅو د سوداګرۍ پراختیا، ترانزیټ اسانتیاوې او بهرني پانګونې جذب شي، چې دا کار به د اقتصادي ودې او سیمه‌ییزو همکاریو لپاره مهم ګام وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here