د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی وايي، چې «اسلامي امارت» له روسیې سره په پرمختللو خبرو بوخت دی، ترڅو د بندیز لاندې بانکونو له لارې هم سوداګري وکړي.
نوموړي ویلي، ورته وړاندیز یې چین ته هم کړی او له چينایي چارواکو سره هم خبرې روانې دي.
عزیزی زیاتوي، دا هڅې د سیمې او نړۍ اقتصادي وضعیت ته په کتو، د بندیزونو او ننګونو په نظر کې نیولو سره پیل شوې دي.
د هغه په وینا، له روسیې سره د افغانستان کلنۍ سوداګرۍ ږ شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره ده؛ خو تمه ده چې د پانګونې په زیاتېدو دا کچه لوړه شي.
نوموړي دا هم ویلي چې افغانستان غواړي له روسیې څخه نور د نفتو او پلاستیکو محصولات وارد کړي، او هڅه کوي له چین سره هم د سیمهییزو اسعارو پر بنسټ د سوداګرۍ نوې لارې پرانیزي.

