دوشنبه, مارچ 16, 2026
Homeافغانستاننورالدین عزیزي:د هېواد ځان‌بسیاینه او د خلکو لپاره غوره خدمتونه زموږ اساسي...

نورالدین عزیزي:د هېواد ځان‌بسیاینه او د خلکو لپاره غوره خدمتونه زموږ اساسي هدف دی

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، وایي چې د هېواد ځان‌بسیاینه او د خلکو لپاره غوره خدمتونه د دوی اساسي هدف دی.

نوموړي د خصوصي سکتور له استازو سره په ناسته کې ویلي، چې د صادراتو او وارداتو ترمنځ به توازن رامنځته کړي.

عزیزي ادعا کړې، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، افغانستان د ترانسپورتي سیستم په برخه کې پرمختګ کړی.

هغه ویلي، چې د صادراتو او وارداتو توازن به د افغانستان اقتصاد پراخ کړي او د پولې د ثبات لامل به شي.

د طالبانو حکومت داسې مهال د خپلو اقتصادي لاسته‌راوړنو ادعا کوي، چې د افغانستان میلیونه ځوانان د فقر او بې‌کارۍ له امله د مهاجرت په سختو لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here