د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، اوسمهال د دوی حکومت د نړۍ له ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان اوس په غوره اقتصادي خوځښت کې دی.
عزیزی وايي، باید د ټولو ګاونډیو هېوادونو او سيمې تر منځ د سوداګرۍ لارې خلاصې وي.
هغه د امام ابو حنیفه د څلورم نړیوال نندارتون د پرانستې په مراسمو کې، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ ستونزو ته اشاره کړې او د هېواد له خصوصي سکتور څخه یې غوښتنه کړې چې د ځان بساینې په لور حرکت وکړي.

