دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانننګرهار د رسنیو دفتر:د ننګرهار له لارې کونړ ته د ټپیانو او...

ننګرهار د رسنیو دفتر:د ننګرهار له لارې کونړ ته د ټپیانو او مرستو د لېږد ۷۲ پروازونه ترسره شوي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن یې د دغې ولایت څخه کونړ ته د ۷۲ پروازونو په ترڅ کې ۳۶۱ ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه انتقال کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ټپیانو له منځه یو تن ساه ورکړې او جنازه یې بیرته کونړ ته انتقال شوې.

همدا رنګه د یاد هوایي ډګر له لارې کونړ ته لس زره کیلو ګرامه خوراکي توکي او درمل وړل شوي او ترڅنګ یې ۵۴۰ تنه مسافر هم لېږدول شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here