جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانننګرهارـ‌ شېرزاد؛یو اشپز درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي...

ننګرهارـ‌ شېرزاد؛یو اشپز درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د یوې پوستې اشپز پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، پېښه نن د پیټلو سیمه کې رامنځته شوې.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، لومړی د دوی ترمنځ لفظي شخړه شوې، چې وروسته اشپز د طالبانو د خوب کوټې ته ورغلی او پر هغوی یې ډزې کړې.

دغه پېښه کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې، اشپز د طالبانو له لوري نیول شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here