د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی هغه مهال د ترافیکي سزا سره مخ شو، کله چې وړمه شپه یې موټر په چټک سرعت چلاوه او د سړک موانع یې زیانمنې کړې.
ترافیکي سرتېرو یاد ډرېور لاس نیولی او ورته یې ویلي چې د زیانمن شویو موانعو د رغونې مسؤلیت به خپله پر غاړه اخلي او هېچا ته به یې نه سپاري.
د ننګرهار ولایت یو ځوان حماسه میډیا ته ویلي: “کله چې ډرېور د رغونې په کار ستړی شو او په سمه توګه یې رغوونه نه شوه کولای، هغوی یوازې د یوه ګیلکار د مرستې اجازه ورکړه—خو په دې شرط چې ډرېور به خپله هم د رغونې په کار کې ګډون کوي”.
د ننګرهار ګڼو ځوانانو په ټولنیزو رسنیو کې د ترافیکو دغه اقدام ستایلی او دا یې د نظم ساتنې یو “مثبت عملي ګام” بللی.

