په یوه بېساري اقدام کې، د ننګرهار ولایت یو شمېر روغتیاپالانو پریکړه کړې چې له دې وروسته به ناروغانو ته درمل یوازې د کمپیوټري نسخو له لارې توصیه کېږي.
دا پرېکړه د خلکو د اوږدمهالو شکایتونو په غبرګون کې شوې، چې د ډاکترانو لاس لیکل شوې نسخې یې شفري او نه لوستل کېدونکې بللې.
دا نوښت په داسې حال کې عملي شوی، چې د طالبانو حکومت تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د نسخو د معیاري کولو لپاره کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.
د ننګرهار ډاکتران وایي، دا پریکړه یې د ناروغانو د اسانتیا او روڼتیا د رامنځته کولو لپاره نیولې ده.

