ننګرهار کې د طالبانو حکومت د امربالمعروف ریاست چارواکي وايي، د جلالاباد ښار په دویمه ناحیه کې یې یو تعویذ لیکونکی نیولی دی.
نوموړی د خلکو د تېرایستنې په موخه د بهر ته د تګ په نامه تعویذونه لیکل، چې له یوه کس یې ۱۶۰ زره افغانۍ هم اخېستې وې.
طالب چارواکي وایي، پیسې ترې بېرته اخیستل شوې او متضرر ته سپارل شوي دي.
د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو او تعویذ لیکونکو د نیولو راپورونه ورکړي دي.

