د ننګرهار د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، د سلطانپور په سیمه کې د شپږو تنو د وژنې په تور پنځه کسان نیول شوي دي.
حماد زیاته کړې چې دغو کسانو څو ورځې مخکې په سلطانپور سیمه کې د سره رود ولسوالۍ شپږ غړي وژلي دي.
نوموړي دغه راز ویلي، نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او ډېر ژر به د عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
په نیول شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

