ننګرهار کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه لس تنه مړه شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي.
سیمهییزو سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا شمېرې لاهم وروستۍ نه دي او ښايي د مرګژوبلې په شمېر کې زیاتوالی راشي.

