چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستانننګرهار، شېرزاد ولسوالۍ؛د کور د بام د واورې پر سر رامنځته شوې...

ننګرهار، شېرزاد ولسوالۍ؛د کور د بام د واورې پر سر رامنځته شوې فزیکي شخړه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي

د ننګرهار ولایت د شېرزاد ولسوالۍ، غاړي کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه د یو کس په وژل کېدو او د درې نورو په ټپي کېدو پای ته رسېدلې ده.

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد، ویلي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوې کورنۍ د خپل کور د بام واوره کوڅې ته غورځوله او د بلې کورنۍ له مخالفت سره مخ شوه.

د ده په وینا، لفظي لانجه وروسته فزیکي شخړې ته واوښته.

حماد زیاتوي، د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي وو، خو د پولیسو له لوري نیول شوي او دا مهال تر لومړنیو څېړنو لاندې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here