د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکیت پر سر د کورنۍ شخړې له امله دوه تنه وژل شوي.
د یاد ولایت د طالبانو رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، چې په غلجيانو کلي کې یو کس خپل ورور او وراره په ډزو وژلي او له سیمې تښتېدلی دی.
مسؤلین زیاتوي، یادې کورنۍ د ستونزې د حل په موخه محکمې ته ورغوښتل شوې وه، خو تر حاضرېدو وړاندې یې فزیکي شخړه کړې چې په پایله کې یې دغه پېښه رامنځته شوې.

