د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وردګ ویلي، نړیواله ټولنه د ښځو، ماشومانو او کارګرو د حقونو په برخه کې دوهګونی چلند کوي.
نوموړي دا څرګندونې د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته کړې.
هغه زیاته کړې، که یو حکومت له نورو هېوادونو سره تعامل ونه لري؛ نو دا وضعیت د هېواد پر سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې مستقیم اغېز کوي.
نعیم دا هم ویلي، چې د افغانستان له خلکو سره له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې ستر ظلم روان دی.
نوموړي د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع ته په اشارې ویلي، نړیوال باید له افغان ولس سره د عدالت پر بنسټ چلند وکړي.

