په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی، چې ګاونډیو هېوادونو څخه شړل شوي پخواني افغان پوځیان د طالبانو لهخوا وژل کېږي، چې دا یو “بشري جنایت” دی.
فایق پر ایکس لیکلي، د اسیرانو وژل د اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل دی، او عاملین یې باید حساب ورکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د پخواني افسر عبدالولي نعیمي، چې له ایرانه بېرته افغانستان ته راستون شوی و، دوه اونۍ وروسته په کابل کې یې مړی موندل شوی دی.

