ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی، چې د افغانستان اوسنی نازک وضعیت د سیمې او نړۍ امنیت ته خطر پېښولی شي.
هغه د ملګرو ملتونو غونډې ته په خپل راپور کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي او د ښځو پر وړاندې د طالبانو د دوامدارو محدودیتونو پر ضد اقدام وکړي.
راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپوونکي اقدامات لاهم دوام لري.
په ورته مهال د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، افغانستان دا مهال د نړۍ په کچه د جنسیتي برابرۍ پر ضد تر ټولو پراخ برید تجربه کوي او د دې وضعیت د مهار لپاره بېړنی او اصولي نړیوال اقدام اړین دی.

