په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق، له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اخراج په غبرګون کې ویلي چې ایران باید د بشري کرامت، ګاونډیتوب اصولو، ګډو دیني ارزښتونو او نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي.
فایق په خپله ټولنیزه پاڼه ایکس کې هیله څرګنده کړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پریکړې باید مسؤلانه او د انساني کرامت پر بنسټ وي.
هغه له ایران وغوښتل چې د هغو افغان کډوالو، په ځانګړې توګه پخوانیو امنیتي ځواکونو برخلیک ته چې د طالبانو له خوا د نیونې، سزا او انتقام له ګواښ سره مخ دي، جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې عادلانه او انساني چلند له کډوالو سره کولی شي د نوو بشري او امنیتي بحرانونو مخه ونیسي.

