یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستاننصیر احمد فایق:افغانستان د مشروع حکومت د نشتوالي له امله په ملګرو...

نصیر احمد فایق:افغانستان د مشروع حکومت د نشتوالي له امله په ملګرو ملتونو کې د وینا حق هم نه لري

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي، افغانستان له څلورو کلونو راهیسې د مشروع حکومت د نه لرلو له امله د عمومي مجمعې په څېر غونډو کې د وینا حق نه لري او یوازې ګډون کولی شي.

هغه د افغانستان د انزوا لامل د طالبانو سخت دریځې پالیسۍ وبللې او زیاته یې کړه، چې دغه ډله نه ملي او نه هم بشري قوانینو ته ژمنه ده.

فایق وویل، د افغانستان استازولۍ یوازې په جانبي غونډو کې ګډون او وینا کولی شي او د ملګرو ملتونو د حق السهميې د نه ورکړې له امله د رایې ورکولو حق هم ځنډول شوی دی.

هغه زیاته کړه، د طالبانو پر حاکمیت د ډېری هېوادونو لومړنۍ خوشبیني اوس پر شک بدله شوې او د افغانستان ستونزو ته د یوې منسجمې تګلارې جوړېدو غوښتنه کوي.

د طالبانو حکومت بیا نصیر احمد فایق خپل استازی نه ګڼي او له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپارل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here