د هند لومړي وزیر نریندا مودي د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی سره په ټیلیفوني خبرو کې پر دوحې د وروستیو بریدونو ژوره اندېښنه ښودلې.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، هند د ورور هېواد قطر د خپلواکۍ او حاکمیت د سرغړونې پر وړاندې کلکه غندنه کوي.
مودي ټینګار کړی چې هند د ټولو مسایلو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ او خبرو د لارې ملاتړ کوي او د کړکېچ د پراخېدو مخنیوی غواړي.
هغه ویلي هند په ځانګړې توګه د قطر سره د ورورلۍ اړیکو درناوی کوي او د سیمې د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره هر اړخیز ملاتړ وړاندې کوي.

