د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم وایي، هغه ملا چې د دیني مسایلو هره پوښتنه ځوابوي، «ګمراه» بلل کېږي.
نوموړي د غويي په ۲۱مه د کابل طبي پوهنتون د فراغت غونډې ته ویلي، چې ډاکټران باید ځانونه د داسې «ګمراه» علماوو په څېر جامع الکمالات ونه ګڼي او یوازې دې خپلې تخصصي برخې ته پام وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې ډاکټران له خپل مسلکي تخصص پرته د نورو ناروغیو درملنه هم کوي، چې دا یوه ناسمه کړنه ده.
هغه له ډاکټرانو غوښتي، چې د جراحي او درملنې عصري میتودونه زده کړي او د نړیوالو سطحو سره ځان برابر کړي.

