د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم زدهکړیالانو ته سپارښتنه کړې چې د ملا عمر ژوند او افکار دې مطالعه کړي او د هغه په څېر عادتونه دې خپل کړي.
نوموړي ویلي چې د عصري علومو ترڅنګ باید دیني زدهکړو ته هم پاملرنه وشي.
هغه زیاته کړې، د عصري علومو لرونکي هغه کسان ورته هېڅ ارزښت نه لري چې د خپل هېواد خپلواکي نه پېژني.
د یادونې ده چې ترې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي هم ویلي و، چې عصري زدهکړې «مباح عمل» دی او کوم ځانګړی ارزښت نه لري.

