د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم په هرات پوهنتون کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې د اسلامي نظام پېژندنه د محصلانو لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده.
هغه زیاته کړې، چې د اسلام د دښمنانو د پرلهپسې ناکامیو وروسته اوس هڅه کېږي د فکري لارې له مخې پر ځوانانو اغېز وشي.
ندیم محصلانو ته سپارښتنه کړې چې د هوښیارۍ، نېک چلند او ښه اخلاقو ترڅنګ باید د وخت د ضایع کېدو مخه ونیسي، په ځانګړي ډول د برېښنايي وسایلو له بېځایه کارولو ډډه وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې محصلان باید خپل چلند د شریعت له اصولو سره سم عیار کړي او د دیني او اعتقادي ستونزو د حل لپاره د عالمانو سره مشوره وکړي.

