د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم وایي چې عصري علوم د بشري ژوند مهمه اړتیا ده او د هېواد پرمختګ له همدې علومو سره تړلی دی.
هغه د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون له لوري په خپور شوي غږیز پیغام کې زدهکوونکو ته ویلي چې اقتصاد، روغتیا، سوداګري او نور ټولې اړتیاوې په عصري علومو پورې تړلې دي او باید زدهکوونکي د فراغت وروسته د دیني پوهاوي ترڅنګ په قرآن کریم هم ښه پوه شي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت کې د پوهنتونو پر ځای د مدرسو جوړولو ته ډېره پاملرنه شوې او مسلکي استادان له دندو لرې کړل شوي، چې د پوهنتونو علمي کچه یې ټیټه کړې ده.

