د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، د چارلز ډاروین نظریه یې له نصاب ایستلې او د افغانستان د تحصیلاتو نظام یې «اسلامي» کړی.
ندیم په هرات کې د ارزونې او پیاوړتیا نړیوال کنفرانس کې ویلي، چې پخوا د پوهنتونونو په درسونو کې د «اخلاقي فساد» ترڅنګ داسې نظریات هم ترویج کېدل چې د اسلام پر ضد وو.
بل خوا د پوهنتون استادان خبرداری ورکوي چې د طالبانو حکومت د معاصرو علومو په حذف سره غواړي د پوهنتونونو دروازې په تکتیکي ډول پر نویو روښانفکره محصلینو وتړي او د زدهکوونکو ذهنیتونه افراطي کړي.
د هغوی په وینا، دا کار د افغانستان د علمي راتلونکي د ړنګېدو معنا لري او د طالبانو حکومت کوښښ کوي چې د زده کوونکو د مغزو وینځلو په هڅه نوي ځوانان د خپلو سیاسي او ایډیولوژیکي ګټو لپاره وکاروي.

