د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د بلخ پوهنتون استادانو ته په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې باید ټولنې ته ژمن، متخصص، دینداره او د اسلامي اخلاقو لرونکي کادرونه وروزل شي.
هغه پر ځوانانو هم غږ کړی، چې له اوسني فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي او خپل راتلونکی جوړ کړي.
همداراز، د طالبانو حکومت لوړو زده کړو وزارت ویلي، چې ندیم د افغانستان شمال ولایتونو ته د سفر پر مهال د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ځینې پروژې هم پرانیستلې، که څه هم د دغو پروژو مشخص جزئیات نه دي ورکړل شوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې زرګونه مسلکي کسان له دندو لرې کړي او د پوهنتونونو نصاب کې پراخ بدلونونه راوستي، په ځانګړي ډول یې د نجونو پر زدهکړو بندیزونه لګولي، چې پراخې کورنۍ او نړیوالې اندېښنې یې راپارولې دي.

