د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، د افغانستان ښوونیز نصاب له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې له ستونزو ډک دی او هر بهرنی ځواک چې هېواد ته راغلی، د نصاب په منځپانګه کې یې بدلون راوستی دی.
نوموړي دغه څرګندونې په هرات پوهنتون کې له استادانو او زدهکړیالانو سره د یوې غونډې پر مهال کړي دي.
ندیم ویلي، چې د نصاب د اصلاح لپاره یې یوه ځانګړې کمیټه هم ګومارلې ده.
هغه زیاته کړې، چې د اوسني نصاب په یو شمېر کتابونو کې داسې مفکورې شته، چې له اسلامي عقایدو سره اړخ نه لګوي.
ندیم زدهکړیالانو ته ویلي، چې نړیوال ځواکونه هڅه کوي د افغانستان د خلکو او د اوسني نظام ترمنځ بېباوري پیدا کړي؛ خو هغه له زدهکړیالانو وغوښتل، چې د «دښمن» تبلیغاتو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

