شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانندا محمد ندیم؛د جاپان له نوي سفیر سره لیدلي او د مرستو...

ندا محمد ندیم؛د جاپان له نوي سفیر سره لیدلي او د مرستو د دوام غوښتنه یې کړې

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت وايي چې د دغه وزارت وزیر ندا محمد ندیم د جاپان له نوي سفیر ماساموتو کېنیچي سره د پېژندګلوۍ ناسته کړې ده.

ندا محمد ندیم له سفیر څخه غوښتي چې هېواد دې له افغانستان سره خپلې مرستې، په ځانګړي ډول د بیارغونې او لوړو زده‌کړو د پیاوړتیا په برخو کې، دوامدارې وساتي.

د وزارت په خبره، د جاپان سفیر د خبرو پر مهال د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here