اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر نجیب الله عليخېل وایي چې د پاکستان وروستۍ بمبارۍ د تعجب وړ نه دي، بلکې د هغه هېواد د اوږدمهاله سیاست دوام دی چې یوازې یې وسایل بدل شوي دي.
هغه ویلي چې پاکستان پخوا د بېلابېلو ډلو له لارې په افغانستان کې خپل اهداف تعقیبول، خو اوس د بمباریو له لارې هماغه تګلاره مخ ته وړي.
عليخېل ټینګار کړی چې د جګړو او کړکېچونو پر وړاندې د افغانستان د بریا یوازینۍ لاره ملي یووالی، ډیپلوماتیکې هڅې او پیاوړي رسنیز فعالیتونه دي، څو هېواد وکولای شي له خپلو ارزښتونو او ملي ګټو دفاع وکړي.
نوموړي همداراز ویلي، که افغانان د خپلو ملي ګټو پر بنسټ یووالي ته ورسېږي او هېواد پیاوړی شي، نو هېڅ ګاونډی یا بل هېواد به د افغانستان پر وړاندې د یرغل جرئت ونه کړي.

