پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهنتنیاهو:د اسراییلي بندیانو عکسونه شوک ورکوونکي دي؛ حماس به بې ځوابه پرېنږدو

نتنیاهو:د اسراییلي بندیانو عکسونه شوک ورکوونکي دي؛ حماس به بې ځوابه پرېنږدو

وروسته له هغې چې د درېیو اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو انځورونه خپاره شول، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغو یرغمل شویو کسانو حالت «شوکونکي» وباله او ټینګار یې وکړ چې د حماس دغه ډول کړنې بې ځوابه به پاتې نه شي.

د نتنیاهو دفتر په یوه پیغام کې ویلي: «د نن ورځې د یرغمل شویو کسانو د سپارلو صحنه ټکان ورکوونکې وه او حتماً به ځواب ورکړل شي.»

د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو کورنیو هم د دغه یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو مراسم «خفه کوونکي انځورونه» بللي دي.

د فرانسې خبري اژانس په وینا، الی شارابي، اوحد بن امي او اور لوی هغه درې اسرائیلي یرغمل دي چې د شنبې په ورځ په غزه کې خوشې شول.

مخکې له دې چې دوی د سره صلیب استازو ته وسپارل شي، دوی په داسې حال کې چې د حماس وسله‌والو کسانو کلابند کړي وو، مجبور کړای شول چې د حماس د رسنیو په وړاندې وینا وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here