د امريکا او ايران ترمنځ د روانو خبرو په لړ کې، د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي چې د ايران ټول اټومي تاسيسات بايد له منځه يوړل شي.
د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې، نتنياهو يو ځل بيا ټينګار کړی چې د ايران اټومي پروګرام بايد بشپړ ودرول شي، په داسې حال کې چې واشنګټن او تهران د يوې نوې اټومي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره خبرو ته دوام ورکوي.
ويل شوي چې تر دې دمه د امريکا او ايران ترمنځ د عمان په منځګړيتوب درې پړاوه غيرمستقيمې خبرې ترسره شوي دي، خو لا هم دواړه لوري نهايي توافق ته نه دي رسېدلي.
نتنياهو پر ايران د فشار راوړلو غوښتنه کړې او ټينګار کړی چې اسرائيل به هېڅکله ايران ته اجازه ورنه کړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

