والستریت ژورنال راپور ورکړی چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه خصوصي لیدنه کې له ډونالډ ټرمپ سره ویلي، که ایران د اټومي وسلو جوړولو هڅې بیا پیل کړي، اسراییل به نوې نظامي حملې ترسره کړي.
راپور زیاتوي، ټرمپ د اسراییلو د دغه پلان مخالفت نه دی کړی؛ خو ټینګار یې کړی چې دی د ایران په وړاندې د یوه دیپلوماتیک حل ملاتړ کوي.
یو لوړپوړي اسراییلي چارواکي ویلي، که څه هم اسراییل د امریکا رسمي اجازې ته اړتیا نه ویني؛ خو که ایران پراخ اټومي فعالیتونه بیا پیل کړي، ممکن ټرمپ د دیپلوماتیکو هڅو د ژغورلو لپاره د نتانیاهو مخالفت وکړي.

