د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، که حماس له اوربند سره موافقه هم وکړي، پوځ به غزه تر خپل کنټرول لاندې راولي او جګړه به ژر پای ته ورسوي.
نوموړي ټینګار کړی چې حماس به په غزه کې پاتې نه شي.
د اسراییلو د دفاع وزارت اعلان کړی چې دفاع وزیر د غزې د نیولو پلان تصویب کړی او د شاوخوا ۶۰ زره زېرمو سرتېرو د را بللو اجازه یې ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې منځګړي هېوادونه د اوربند د وروستي وړاندیز لپاره د اسراییلو رسمي ځواب ته منتظر دي.
په ورته وخت کې د اسراییلو د دفاع وزیر ویلي، جګړه به د دوی پر شرایطو پای ته رسېږي.

