د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه دریځ څخه ملاتړ کوي چې پکې د ایران د سمندري محاصرې یادونه شوې ده.
نتانیاهو زیاته کړې: «موږ د ټرمپ د تهاجمي دریځ ملاتړ کوو چې د ایران د سمندري محاصرې د پلي کولو لپاره دی. ما پرون له جیډي ونس سره خبرې وکړې، او هغه په واضح ډول وویل چې اصلي موضوع د ایران د ټولو غني شوو موادو له منځه وړل او د نورې غنيسازۍ مخنیوی دی.»
هغه ویلي: «جګړه روانه ده او نه ده درېدلې، دا به تل روانه وي. موږ پرون او نن د لبنان په بنت جبیل تمرکز کړی و.»

