پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهنتانیاهو:د فلسطین په رسمیت پېژندل د یهودیانو د وژل کېدو انعام دی

نتانیاهو:د فلسطین په رسمیت پېژندل د یهودیانو د وژل کېدو انعام دی

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو لوېدیځ هېوادونه سخت غندلي چې د فلسطین د خپلواکۍ منلو پرېکړه یې کړې ده.

هغه په ملګرو ملتونو کې ویلي چې دا کار فلسطینیانو ته دا پیغام ورکوي چې “د یهودیانو وژل ګټه لري.”

نتانیاهو د فرانسې، بریتانیا، اسټرالیا، کاناډا او نورو هېوادونو پرېکړه “د شرم نښه” بللې او ټینګار یې کړی چې د ده حکومت به د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو سره هېڅکله موافق نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې کاناډا، فرانسې، بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت وپېژند.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here