ناڅرګندو وسله والو په یو برید کې د غور او دایکندي ترمنځ قردیوال سیمه کې ۱۱ کسان وژلي.
سیمهییزې سرچینې وایي، یاد کسان د غور اوسېدونکي وو.
دغه برید وروسته تر هغې شوی، چې ځینې اوسېدونکي د کربلا زیارت کوونکو هرکلي ته ورغلي وو.
ویل کېږي، چې د تلفاتو شمېر لوړ دی، خو تر اوسه په دې اړه رسمي څه نشته.
لاهم کوم چا د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

