په خیبر پښتونخوا ایالت کې د نامعلومو ډرون الوتکو له لوري د داعش پر دوه مرکزونو برید شوی دی.
د عیني شاهدانو په وینا، برید نن ماښام شاوخوا ۶:۳۰ بجې د خیبر ولسوالۍ د جبارمیلې په سیمه کې ترسره شوی او په نښه شوي ځایونه هغه مرکزونه وو چې د داعش د خراسان څانګې مهم غړي پکې اوسېدل.
سرچینې وایي چې په دې مرکزونو کې عبدالحکیم توحیدي، ګل نظیم او صدیقیار اوسېدل چې د داعش مهم کسان بلل کېدل او په افغانستان کې په ځینو خونړیو بریدونو کې د لاس لرلو په تور مشهور وو.
شاهدان زیاتوي چې ډرون الوتکې له برید وروسته د افغانستان لور ته تللې، او پاکستاني پوځیانو پرې د درنو وسلهوو ډزې هم کړي دي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

