د امریکا د فضايي ادارې ناسا ویلي، چې د ارتمېس ۲ ماموریت ستورمزلو د سپوږمۍ شاوخوا بریالۍ څرخېدنه بشپړه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د دې ماموریت هدف سپوږمۍ ته نږدې څرخېدل او علمي څېړنې وې، نه دا چې پر سطحه یې ښکته شي.
ارتمېس ۲ د خپل سفر پر مهال د اپولو ۱۳ ۵۰ کلن ریکارډ مات کړ او د ځمکې تر ټولو لېرې انساني سفر یې ترسره کړ.
دا ماموریت شاوخوا ۴۰۶,۷۷۱ کیلومتره واټن ته ورسېد، چې د پخواني ریکارډ څخه نږدې ۶,۶۰۰ کیلومتره زیات دی.
د سفر پر مهال ستورمزلو د لمر بشپړ تندر (کسوف) له نږدې وکوت او همدارنګه یې عطارد، زهره، مریخ او زحل سیارې مشاهده کړې.
هغوی د سپوږمۍ پټه خوا هم ولیده او د اپولو ۱۲ او اپولو ۱۴ د ناستې ځایونه یې هم تشخیص کړل.
دا ماموریت د راتلونکو فضايي سفرونو لپاره مهم ګام بلل کېږي، چې هدف یې په نږدې کلونو کې د سپوږمۍ جنوبي قطب ته د انسان لېږل دي.

