سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانناروې:د پاکستان لخوا د کابل پر روغتیايي مرکزونو بمبار د نړیوال قانون...

ناروې:د پاکستان لخوا د کابل پر روغتیايي مرکزونو بمبار د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستاني پوځ لخوا د بمبارد له امله د مرګ ژوبلې له راپورونو ژوره خواشیني څرګنده کړې او دغه پېښه یې په کلکه غندلې ده.

دغه وزارت ټینګار کړی چې د جګړې ښکېلې خواوې باید د نړیوال بشري قانون اصول، په ځانګړي ډول د تناسب او احتیاط اصل، په جدي ډول رعایت کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې روغتیايي مرکزونه او ناروغان باید هېڅکله د برید هدف ونه ګرځول شي.

ناروې همداراز له ټولو اړخونو غوښتي چې له زغم او حوصلې کار واخلي، تاوتریخوالی راکم کړي او د خبرو اترو له لارې روانه شخړه پای ته ورسوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here