سه شنبه, مارچ 24, 2026
Homeافغانستانناروې؛د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره ۱۰ میلیونه کرونې مرسته اعلان کړه

ناروې؛د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره ۱۰ میلیونه کرونې مرسته اعلان کړه

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره یې د بشري مرستو له احتیاطي بودیجې ۱۰ میلیونه ناروېجني کرونه (شاوخوا ۹۹ زره امریکايي ډالر) ځانګړي کړي دي.

دغه اعلان په داسې حال کې شوی چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې د افغان کډوالو راستنېدنه زیاته شوې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، یوازې د جون په میاشت کې له ۲۳۰ زرو ډېر افغانان له ایرانه ایستل شوي چې ډېری یې په زور ایستل شوي دي.

ایران د غیرقانوني افغانانو د ایستلو لپاره د جولای ۶مه وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here