د عزیزي شرکت مشر میرویس عزیزي وايي، دغه شرکت په وروستیو پنځو میاشتو کې د نږدې پنځه میلیارده ډالرو په ارزښت هغه تخنیکي تجهیزات برابر کړي چې له لارې به یې شاوخوا پنځه زره ميګاواټه برېښنا تولیدېږي.
د ده په وینا، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید پروژې په بېلابېلو سیمو کې عملي برخې پیل شي.
عزیزي وايي چې د تخنیکي ارزونو لپاره د شرکت ټیمونو افغانستان ته سفرونه کړي او د ماشینالاتو د برابرولو په هدف یې جرمني، هالنډ، اتریش، امریکا، چیلي او چین ته کاري سفرونه ترسره کړي.
هغه زیاتوي چې د اوبو، ګاز او باد له لارې د نورو تولیدي فابریکو د تدارک پروسه به راتلونکي کال په دویمه نیمایي کې هم روانه وي او د طالبانو حکومت له مرستو یې مننه کړې ده.

