د افغانستان د پوهنې پخواني وزیر میرویس بلخي خبرداری ورکړی چې د اوسني واکمنو تر کنټرول لاندې تعلیمي نظام نه یوازې غیر مؤثر دی، بلکې د هیواد راتلونکې ته جدي ګواښ هم پېښوي.
بلخي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې یوې ناستې ته ویلي چې د طالبانو د اوسني تعلیمي تګلارو له امله د ځوانانو ترمنځ افراطیت په چټکۍ سره خپرېږي.
نوموړي زیاته کړې، هغه زدهکړه چې اوس په افغانستان کې روانه ده، بېکیفیته او زیانمنه ده.
بلخي ټینګار کړی چې طالبان له تعلیمي نظام څخه د ایدیالوژیک افراطیت د خپرولو او د خپلې واکمنۍ د مشروعیت د پیاوړتیا لپاره کار اخلي، چې د افغانستان فکري او ټولنیز راتلونکی له ستر خطر سره مخ کوي.

